CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت:چين او فليپين به د جنوبي سمندر مسئلې په اړه سلامشوره وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-03-28 18:12:38

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د مارچ په ٢٨مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې د چين په بلنه د فليپين د بهرنيو چارو وزرات اړوند چارواکي په راتلونکی می کې له چين څخه ليدنه وکړي او دواړه خواوې به د جنوبي سمندر مسئلې په اړه د سلامشورې نظام په هکله لومړۍ غونډه تر سره کړي.

وياندې هوا وويل چې د چين او فليپين د مشرانو له ګډو نظريو سره سم دواړو خواوو موافقه وکړه چې د چين او فليپين ترمنځ د جنوبي سمندر مسئلې په اړه به د دوه اړخيزې سلامشورې نظام جوړ کړي شي او د ګډې پاملرنې وړ مسئلو او د سمندر د امنيت په اړه به بحث وکړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای