CRI Online

لي که چيانګ د نوي زيلانډ له ولسمشر سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-03-28 20:26:34

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د مارچ په ٢٨مه نېټه د چين صدراعظم لي که چيانګ په نوي زيلانډ کې د دغه هېواد له ولسمشر پاتسي ريدي سره وکتل.

لي که چيانګ لومړی د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په استازيتوب پاتسي ريدي ته نيکې هيلې وړاندې کړې.هغه وويل چې د چين او نوي زيلانډ ترمنځ متقابل سياسي باور لوړ شوی او د دواړو هېوادونو د ګډو کوښښونو له امله د دواړو خواوو ترمنځ همکاريو ستر پرمختګونونه تر لاسه کړي چې د دواړو هېوادونو له ګډو ګټو سره سمون لري او د ارام او سمندري سيمې د سولې،ثبات او سمسورتيا لپاره ګټوره ده.

پاتسي ريدي له نوي زيلانډ څخه د لي که چيانګ د ليدنې هرکلی وکړ.هغه وويل چې نوي زيلانډ له چين سره دوستانه اړيکو ته په درنه سترګه ګوري.نوي زيلانډ غواړي له چين سره همکاري پياوړې کړي تر څو د دواړو هېوادونو خلکو ته لازياتې ګټې ورسوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای