CRI Online

د شي بو قوم کولتور: ليندۍ او ګولدوزي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-13 11:15:28

 

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: په وروستيو ورځو کې خبريال د شينجيانګ په لويديځ کې د چاپچال د شي بو قوم خپلواکې ولسوالۍ ته تللی و چې په دغه ځای کې د غير مادی کولتوري ميراثونو په توګه د لينديو د توليد هنر او ګلدوزي د پرمختګ له حالت څخه لېدنه کتنه وکړه.

د شي بو قوم اوسيدونکو په ډېر لرغونی وخت کې د لينديو جوړولو دود درلود. په پيل کې ليندۍ د ښکار لپاره يو ډول وسلې وي او وروسته د هېواد د دفاع په موخه هم کارول شوی. د عادی خلکو په منځ کې د لينديو پواسطه نښه هم يو سپورټي لوبه ګرځيدلې ده. ګلدوزي هم د شي بو قوم اوسيدونکو يو دوديز لاسي تخنيک و چې دوی په اوږده موده کې ښکلی طبيعی توکي د ګولدوزي له لارې انځور کړی دی.

د ٢٠٠٨ کال په جون مياشت کې او د ٢٠١١ کال په جون مياشت کې د شي بو قوم د لينديو او ګولدوزي هنرونه د هېواد په کچه د غير مادی کولتوري ميراثونو په توګه وټاکل شول.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای