CRI Online

له نژدې نه قيمتي اسونه وګورئ!

cri     (GMT+08:00) 2017-04-14 11:02:50
 د چين نړيوالې راډيو خبريالانو د چين د شينجيانګ اويغور خپلواکې سيمې په مرکز اروموچي ښار کې د وحشی اسونو ډلې په يو روزتون کې د Akhal-teke په نوم د يو ډول ډېر قيمتي اسونو په زړه پورې ننداره وکتله. دAkhal-teke په نوم اسونه په اصل کې د ازبکستان او قرغېزستان ترمنځ په سرحدي سيمه کې پيدا شول چې کابو ۲۱۰۰ کاله دمخه د ورېښمو له لرغونې لارې چين ته وارد شوي وو. خو اوس په چين کې ډېر لږ ليدل کېږي. د دغه ډول اسونو پوستکی ډېر نازک او د منډې وهلو پر وخت يې په رګونو کې د وينو بهېدو حالت ليدل کېدای شي او زياتې خولې توېوي. له زياتو خولو څخه داسې ښکاري لکه چې وينې توېوي. دغه ډول اسونه په چټکۍ سره ځغاسته کولای شي چې يو کيلو متر واټن يوازې په ۶۷ ثانيو وهي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای