CRI Online

د "یوکمربند اویوهلار"پروژې په عملي کېدو سره افغانستان د منځۍ اسیا پر اقتصادي څلور لارې بدلیږي.

cri     (GMT+08:00) 2017-05-11 15:35:24

کابل ته له چین هیواده راغلی پلاوی وایي، ددې پروژې په عملي کېدو سره به نه یوازې دچین او افغانستان ترمنځ سوداګریزې اوفرهنګي اړیکې پراخې شي بلکې په باور یې دغه چاره له اقتصادي ودې سره پاموړ مرسته کوي.

افغان چارواکي هم ددې پروژې پرعملي کېدو ټینګار کوي او وایي، دغه چاره به دواړه ګاونډي هیوادونه نور سره هم نږدې کړي.

په خپرونه کې مې د ورېښمو تاریخي لارې په اړه په اړه د اجتماعي علومو اوفلسفې استاد محمد ابراهیم حقپال دی . يوه چينايي پلاوي، چې د افغانستان له لارې يې د ورېښمو تاريخي لارې د څرنګوالي په موخه کابل ته سفر کړى، وايي چې د ياد پروګرام د عملي کېدو پر مهال به افغانستان د سيمې پر څلورلارې بدل شي.

دغه شپږ کسيز پلاوى، چې مشري يې د چين د ټولنيزو علومو د اکاډمۍ د سرحدي مطالعاتو د انسټيټيوټ مشر شينګ ګوانګ چنګ کوي؛ له تېرو دوه ورځو راهيسې کابل ته راغلى او په ياده موده کې يې د ډاکټر عبدالله په ګډون د حکومت له يو شمېر لوړپوړو چارواکو سره کتلي دي.شينګ ګوانګ چنګ، نن په کابل کې د دولتي ادارو له يو شمېر استازو سره د يوې ګډې غونډې په څنډه کې له خبريالانو سره خبرې وکړې.

هغه وويل، ياد پلاوي افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې له افغان چارواکو سره د ورېښمو د نوې لارې د څرنګوالي په اړه چې اوسمهال پر "يو کمربند او يوه لاره" نومول شوې؛ خبرې اترې کړې دي.

نوموړی وايي د دې پروژې دعملي کول په برخه کې مهم او حیاتی رول لري او د پلي کېدو په صورت کې به د افغانستان او چین سوداګریزې اړیکې لا زیاتې وغوړیږي.

ګونګ چینګ افغانستان ته د راغلي چینایي پلاوي رییس

(( "یو کمربند یوه لار" د چین هیواد ستره پروژه ده چې د سیمې هیوادونو د نښلو او سواګریزو، فرهنګي، سیاسي او ټولنیزو اړیکو د پراختیا په هدف عملي کیږي. افغانستان د دې پروژې په عملي کولو کې مهم رول لري او موږ هیله لرو چې د دې سترې پروژې په عملي کېدو سره به د چین او افغانستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې پراخې او د دې هیواد اقتصاد به لا زیات وغوړیږي.))

چنګ زياته کړه: "افغانستان د ورېښمو په پخوانۍ لاره کې له مهمو هېوادونو ګڼل کېږي او چين لېواله دى چې د افغانستان په اتفاق د نوې لارې د جوړېدو په برخه کې همکاري وکړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو نوى فصل رامنځته شي."

نوموړي څرګنده کړه، د يادې طرحې عملي کېدل به نه يواځې د افغانستان او سيمې له سولې او پراختيا سره مرسته وکړي، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لامل کېږي او افغانستان به د سيمې هېوادونو پر څلورلارې بدل کړي.نوموړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو فرهنګي ارزښتونو په ځانګړي ډول د شين جيانګ (د چين شين جيانګ) او بدخشان ولايت ترمنځ پر ساتنې د ټينګار ترڅنګ وويل، د يادې طرحې عملي کول به پر يادو دوو سيمو مهم اغېز ولري.

شينګ ګوانګ چنګ وويل، ياد پلاوى به له افغان چارواکو سره د ليدنو او خبرو اترو پايلې د چين دولت له لوړپوړو چارواکو سره شريکې کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد رسول باوري، په دغه ناسته کې وويل چې د افغانستان او چين ملګريتوب د سيمې په کچه يوه ښه نمونه ده، چې دا دوستي له پېړيو راهيسې دوام لري.

هغه زياته کړه، افغانستان ډېره لېواله دى چې له چين سره په بېلابېلو برخو کې خپلو دوه اړخيزو اړيکو ته پراختيا ورکړي او د "يوه کمربند او يوې لارې" پروژه د دغو اړيکو د پياوړتيا لامل کېږي.

کلېپ رسول باوري

د هېواد د بهرنيو چارو وزارت د درېم سياسي ډيپارټمنټ مشر سلطان احمد بهين وويل، افغانستان د دغې طرحې له ترسره کولو چې څلور کاله وړاندې د ولسمشر له لوري مطرح شوه؛ ملاتړ کوي. هغه زياته کړه: "چين دولت له هغو مشورو څخه په ګټې چې له افغان حکومت سره يې ترسره کړې، د دې پروژې د عملي کولو غوښتنه کړې، دا يو جامع پروګرام دى او ټول هېوادونه چې د يادې لارې په اوږدو کې پراته دي؛ پکې شامل دي."

بهين وويل، ټاکل شوې چې د ورېښمو نوې لار د بدخشان د واخان له لارې افغانستان له چين سره ونښلوي. کلېپ بهین.

د بهرنيو چارو ياد چارواکي څرګنده کړه، چې افغان حکومت د سياسي او تخنيکي خبرو اترو له لارې په ياده پروژه کې د خپل مقام او رول د تعريف هڅه کوي او په دې اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې اترې روانې دي.

له تاريخي پلوه، د ورېښمو لارې اصطلاح، له چين څخه د اسيا لوېديځ او له هغه ځايه مديترانې او اروپا او بيا افريقا ته د ورېښمو د صادراتو لارې لپاره کارول کېده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای