CRI Online

د يوه کمربند او يوې لارې وړانديز د اقتصاد او سوداګرۍ د همکارۍ او د خلکو د تګ راتګ لپاره يو مهم ډګر جوړ کړی دی

cri     (GMT+08:00) 2017-05-12 16:33:04

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د يو کمربند او يوې لارې سرمشريز فورم به ژر په بېجينګ کې ترسره شي. د پاکستان د مشرانو جرګې غړي او د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز رئيس محمد طلحه محمود د مې په ۱۱مه نېټه خبريال ته وويل، د يوه کمربند او يوې لارې وړانديز د اقتصاد او سوداګرۍ د همکارۍ او د خلکو د تګ راتګ لپاره يو مهم ډګر جوړ کړی دی.

نوموړي وويل، د يوه کمربند او يوې لارې سرمشريز فورم لويه پيمانه لري او ستر ارزښت لري. اوس د اقتصادي پرمختګ هڅول د ګردې نړۍ د پاملرنې وړ کليدي ټکی دی او چين تل په نړيوال اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لوبولی او لوبوي يې. چين به د دې سرمشريز فورم له لارې د نړيوال اقتصاد لپاره لا زيات خدمتونه ترسره کړي. موږ دې ته سترګې په لار يو چې دغه سرمشريز فورم به د وګړيو د ژوند سويې د لوړتيا، د ښوونې، روغتيا او بې روزګارۍ په برخو کې د ستونزو د ليرې کولو لپاره مهم رول ولوبوي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای