CRI Online

د پاکستان د مشرانو جرګې د مشر مرستيال پر کاروان بريد ٦٠ تنو ته مرګژوبله اړولې ده

cri     (GMT+08:00) 2017-05-13 09:04:49

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د پاکستان د مشرانو جرګې د مشر مرستيال مولانا عبدلغفور حيدري کاروان د می په ١٢مه نېټه د بلوچستان ايالت د ماستونګ په ختيځه سيمه کې له بمي چاودنې سره مخامخ شو چې له امله يې ٢٥تنه مړه او ٣٥تنه نور ټپيان شوي دي.

د پوليسو په قول د چاودنې په وخت کې حيدري لږ ټپي شوی او د ده مرستيال او موټروان دواړه مړه شوي دي.

د ماستونګ سيمې يو پوليس وويل چې امکان شته چې دغه چاودنه يوه ځانمرګی بريد و، خو لا نورو پلټنو ته اړتيا لري. داعش د دغې پيښې پړه پر غاړه اخيستې ده.

د پاکستان ولسمشر ممنون حسين او صدراعظم نواز شريف د دغې پيښې سخته غندنه وکړه.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای