CRI Online

د سوريې کردي وسله والو له امريکا څخه د درنو وسلو تر لاسه کول رد کړل

cri     (GMT+08:00) 2017-05-13 15:26:05

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د کردي وسله والو په مشرۍ د سوريې ديموکراتيک پوځ د می په ١٢مه نېټه وويل چې له امريکا څخه د درنو وسلو تر لاسه کولو په اړه د خبري رسنيو خبرونه حقيقت نه لري.

د دغه پوځ وياند تالال سيلو وويل چې دوی يوازې له امريکا څخه د ټوپکو په شمول سپکې وسلې تر لاسه کړې دي. هغه وويل د سوريې په الرقه کې د داعش د اډې له کلابندۍ وروسته به دغه پوځ د الرقه د ازادۍ جګړه پيل کړي. اوس د سوريې ديموکراتيک پوځ لخوا د الرقه ولايت د محاصره کېدو حالت روان دی.

د امريکا سپينې ماڼۍ د می په ٩مه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دفاع وزارت ته صلاحيت ورکړی چې په سوريه کې کری وسله والو ته وسلې برابرې کړي تر څو په سالمه توګه په الرقه کې د داعش عمده اډې ونيسي. ترکيې هم په دې اړه خپله ناخوښي څرګنده کړې ده.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای