CRI Online

شي جين پينګ د يوکمربند او يوې لارې نړيوالې همکارۍ په سرمشريز فورم کې وينا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-05-14 10:49:45


شي جين پينګ د وينا په حال کې

د يوکمربند او يوې لارې نړيوالې همکارۍ سرمشريز فورم نن ( د می په ۱۴ مه نېټه )په بېجينګ کې پرانيستل شو، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او په ګډه سره د يوه کمربند او يوې لارې د ابادولو تر عنوان لاندې يې وينا وکړه. شي جين پينګ په خپله وينا کې له بېلابېلو غاړو څخه وغوښتل چې يوکمربند او يوه لاره دې د سولې ، سمسورتيا، ورخلاصون،نوښت او تمدن د لارې په توګه اباد شي او پر دې يې ټينګار وکړ چې چين به په سوله کې د ګډ ژوند په اړه پنځه فقره ييز اصل پر بنسټ د يوکمربند او يوې لارې له جوړوونکو هېوادونو سره متقابلې همکارۍ وکړي، د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې به لاسوهنه ونه کړي، نورو ته به سوسياليستي نظام او پرمختيايي موډل انتقال نه کړي، جيوپوليتيکې لوبې به تکرارنه کړي او ثبات ويجاړوونکې کوچنۍ ډلې به جوړې نه کړي، خو يوه لويه همغږې کورنۍ به اباده کړي.

شي جين پينګ دې ته په اشارې سره وويل، د ورېښمو لرغونې لار نږدې ۱۰۰۰۰ کيلومتره غزېدلې او په اوږدو کې يې د زرګونو کلونو په تاريخ کې د سوله ييزې همکارۍ، ورخلاصون او پرانيستې، متقابلو زده کړو او متقابلو ګټو په اړه غوره روحيه خپره شوې ده، دا د انسانانو قيمتي ميراث دي. د اوسنيو اوضاعو له لحاظه د سولې، ودې او ادارې نيمګړتياوې د ټولو انسانانو پر وړاندې يوه سخته ننګونه ده.

شي جين پينګ وويل، د يو کمربند او يوې لارې طرحې د وړاندې کېدو له څلورو کلونو راهيسې د چين او اړوندو هېوادونو ترمنځ د تګلارو په اړه د نظرونو تبادله لاپسې ژوره شوې،د تأسيساتو پيوستون پياوړی شوی، سوداګريزې راشې درشې لوړې شوې، اقتصادي يووالی پراخ شوی او د خلکو ترمنځ پوهاوی زيات شوی دی. له ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې د چين او د يوکمربند او يوې لارې پر غاړه پرتو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ عمومي ارزښت تر ۳۰۰۰ مليارډو ډالرو او اچول شوې پانګې تر ۵۰ مليارډو ډالرو زياتې شوې دي، دغه راز په اړوندو هېوادونو کې چيني تصديو نږدې ۱ مليارډ او ۱۰۰ مليونه ډالره ماليات ور کړي او ۱۸۰۰۰۰ کسانو ته يې روزګار پيدا کړی دی. له دې څخه څرګنديږي چې" يوه کمربند او يوه لار "طرحه د زمانې له غوښتنو ، د ودې له اصولو او د بېلابېلو هېوادونو د خلکو له ګټو سره سمون خوري او وده يې پراخه او ښه راتلونکې لري.

شي جين پينګ په خپله وينا کې د يوکمربند او يوې لارې د ابادۍ په اړه د چين د يو لړ تدبيرونو اعلان وکړ چې عبارت دي له : چين به د ورېښمو لارې صندوق ته نور ۱۰۰ مليارډه ژن مين بي يوانه ورکړي او په دې توګه به په بهر کې د کابو ۳۰۰ مليارډو ژن مين بي يوانو په پيمانه د ژن مين بي يوانو صندوق چارو په برخه کې له پولي ارګانونو څخه ملاتړ وکړي. د چين د ملي پرمختګ بانک او د چين وارداتو او صادراتو بانک به د بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو، توليدي توان او اقتصادي همکارۍ په اړه پروژو ته په جلاجلا توګه ۲۵۰ مليارډه او ۱۳۰ مليارډه ژن مين بي يوانه پورونه برابر کړي. دغه راز چين به د يوه کمربند او يوې لارې له جوړوونکو هېوادونو سره د يوکمربند او يوې لارې ازاده سوداګريزه شبکه هم جوړه کړي، د يوه کمربند او يوې لارې د علمي او تخنيکي نوښت عملياتي پلان به پيل کړي، د علمي،تخنيکي او کلتوري تګ راتګ، د ګډو لابراتوارونو د جوړولو، د علمي او تخنيکي سيمو ترمنځ د همکارۍ او د تخنيکونو د انتقال په شمول څلور مهم کارونه به ترسره کړي. په راتلونکو ۳ کلونو کې به چين د يوکمربند او يوې لارې جوړوونکو پرمختيايي هېوادونو او نړيوالو سازمانونو ته ۶۰ مليارډه ژن مين بي يوانه مالي مرسته ورکړي، څو چې د خلکو د ژوند د ښه والي په موخه زياتې پروژې بشپړې شي.

د روان فورم اصلي موضوع "د نړيوالې همکارۍ پياوړتيا، په ګډه سره د يوکمربند او يوې لارې ابادي او د ګډو ګټو ترلاسه کول "دي. د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين او د م م د سرمنشي انټونيو ګوټريس په ګډون د ۲۹ هېوادونو مشران ، د څه باندې ۷۰ نړيوالو سازمانونو مسئولين او استازي او د تر سلو زياتو هېوادونو د سياستوالواو اقتصاد پوهانو په شمول څه باندې زر مېلمنو په دغه فورم کې ګډون کړی او د همکارۍ او ګډو ګټو دوو مهمو کلمو په محور به د تګلارو ، تاسيساتو ، سوداګرۍ ، اقتصاد او ولسي تګ راتګ په اړه به بحثونه وکړي.


شي جين پينګ د وينا په حال کې


په فورم کې د برخوالو ګډ انځور

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای