CRI Online

رجب طيب اردوګان: يوکمربند او يوه لار به خامخا د سولې، ثبات او ګډو ګټو لار شي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-14 14:23:39

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان د می په ۱۴ مه نېټه په بېجينګ کې د يو کمربند او يوې لارې نړيوالې همکارۍ فورم په پرانيستونکو مراسمو کې وينا وکړه.

نوموړي په خپله وينا کې وويل، چې ترکيه د اسيا او اروپا د وچو د تقاطع په نقطه کې واقع ده او د دغه جغرافيايي غوره والي له امله يې د ورېښمو لارې په اوږدو کې مهم رول لوبولی و. "يوکمربند او يوه لار " طرحه چې د چين لخوا وړاندې شوې، د " منځني دهليز" په نوم د ترکيې له طرحې سره سمون لري کوم چې د اناتوليا له لارې د اروپا،منځنۍاسيا او چين سره نښلول غواړي. ترکيه پدې ډېره خوشحاله ده چې له چين سره يوځای دغه تاريخی او لويه طرحه پلې کوي، ترکيه به د دغې طرحې په چوکاټ کې له چين او نورو اړوندو هېوادونو سره متقابلې همکارۍ پياوړې کړي.

همدارنګه اردوګان زياته کړه چې يقين دی چې يوه کمربند او يوه لار به خامخا د سولې، ثبات او ګډو ګټو لار شي. ترکيه به تر خپلې وسې پورې د يو کمربند او يوې لارې په ابادي کې ګډون وکړي او ورڅخه به ملاتړ وکړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای