CRI Online

شي جين پينګ د قزاقستان له ولسمشر نورسلطان نظربايف سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-05-14 18:52:44

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د روانې مياشتې په ١٤مه نېټه د خلکو په لوی تالار کې د قزاقستان له ولسمشر نورسلطان نظربايف سره وکتل چې د يو کمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالو همکاريو په لوړ پوړي فورم کې د ګډون لپاره چين ته راغلی دی.

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې د چين او قزاقستان ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ٢٥کلونو راهيسې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو چټک پرمختګ موندلی دی.د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ تګ راتګ زيات شوی او سياسي متقابل باور نورهم ټينګ شوی او رښتينۍ همکارۍ په هر اړخيزه توګه پياوړې شوې دي.چين غواړي چې له قزاقستان سره يو ځای د اوسني فرصت څخه په ګټه اخيستلو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د نوي پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي.

نظربايف وويل چې په برياليتوب سره يې د ياد فورم د تر سره کولو په مناسبت مبارکي د چين وګړو ته وويله .قزاقستان غواړي چې له چين سره په ډېرو ساحو کې له چين سره همکاري زياته او پياوړې کړي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای