CRI Online

شي جين پينګ د اندونيزيا له ولسمشر جوکو ويدودو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-05-14 20:35:07

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د روانې مياشتې په څوارلسمه نېټه د خلکو په لوی تالار کې د اندونيزيا له ولسمشر جوکو ويدودو سره وکتل چې د يو کمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالو همکاريو په لوړ پوړي فورم کې د ګډون لپاره راغلی دی.

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې د ٢٠١٣ کال په اکتوبر کې مې د لومړي ځل لپاره په ٢١مه پېړۍ کې د ورېښمو سمندرې لار په اړه وړانديز وکړ.په دې وروستيو کلونو کې دواړو هېوادونو د دې وړانديز د پلي کولو لپاره خپلمنځی همکاري پياوړې کړي او ښې پايلې يې تر لاسه کړې چې د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ لپاره د همکاريو امکانات زيات شوي دي.

جوکو وويل چې اندونيزيا د دې وړانديز او د دې فورم لوړه ستاينه وکړه او باور لري چې د يو کمربند او يوې لارې جوړونه به د چين اقتصادي همکاريو ته لازيات فرصتونه برابر کړي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای