CRI Online

شي جين پينګ له چيني او بهرنيو خبريالانو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-05-15 19:09:33

د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ فورم تر چوکاټ لاندې د ګردی ميز سرمشريزه غونډه نن (۱۵ مه نېټه) سهار په بېجينګ کې د يان شي هو د غونډو په نړيوال مرکز کې ترسره شوه، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په ماسپښين د دغې غونډې وروسته له چيني او بهرنيو خبريالانو سره وکتل او د فورم لاسته راوړنې يې ورته معرفي کړل.

شي جين پينګ خبريالانو ته وويل، د يوکمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالو همکاريو د لوړ پوړي فورم له پرانيستنې راهيسې بېلابېلو خبريالانو ګڼ شمېر راپورټاژونه ور کړي او ډول ډول خبرونه يې خپاره کړي ،د يوکمربند او يوې لارې د جوړونې په هکله د بېلا بېلو هېوادونو نظرونه يې څرګند کړي او نړيوالو ته يې د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې چارو په باب معلومات وړاندې کړي دي.د چين د حکومت او د بېلا بېلو هېوادونو د ګډون کوونکو استازو په استازيتوب له تاسو ټولو څخه مننه کوم.پرون مو د ياد فورم پرانيستونکی مراسم او لوړ پوړې غونډه تر سره کړه.د ځينو هېوادونو مشرانو او د نړيوالو سازمانونو مسئولينو او د سلو هېوادونو شخصيتونو او استازو پکې ګډون وکړ او په ښه فضا کې يې د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې په اړه د نړيوالو همکاريو په هکله ډېر وړانديزونه کړي او ښې پايلې يې تر لاسه کړې دي.

د فورم په ترڅ کې چين له اړوندو غاړو سره يو لړ همکاريز تړونونه لاسليک کړل. تراوسه پورې ۶۸ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له چين سره د يوه کمربند او يوې لارې په اړه همکاريز تړونونه لاسليک کړي دي. نن د څه باندې ۳۰ هېوادونو مشرانو او د پيسو نړيوال صندوق مسئول د ګردي مېز په سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړ او د نړيوالې همکارۍ، په ګډه سره د يوه کمربند او يوې لارې د ابادۍ او د ګډو ګټو او ګډې ودې د ترلاسه کولو په هکله مو بحثونه وکړل، د تګلارو او پرمختيايي ستراتيژيو ترمنځ د پيوستون، د اړيکو د ژورتيا، د تګراتګ او کلتوري تبادلې په شمول د زياتو موضوعاتو په اړه د نظرونو تبادله مو وکړه او يوه ګډه اعلاميه مو خپره کړه. دغې غونډې هغه نيت ښودلی چې بېلا بېلې خواوې په ګډه سره د يو کمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالوهمکاريو د پرمخبيولو او د انساني برخليک د ګډې ډلې جوړولو لپاره هڅه کوي.

لومړی ، مونږ هيله لرو چې ځاني پرمختګ د نورو هېوادونو له پرمختګ سره يو ځای شي او د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې په اړه د نړيوالو همکاريو موخه او لار وټاکل شي.مونږ دا نظر لرو چې د يو کمربند او يوې لارې جوړونه نوی پړاو ته رسيدلې ده.د بېلا بېلو هېوادونو د تګلارو همغږي په پر له پسې ډول پياوړې شوې او سترې اقتصادي او سوداګريزې پروژې په چټکۍ سره پلی شوې ،د بنسټيزو تأسيساتو د جوړولو او تړلو شبکه ګام په ګام بشپړه شوې ،په سوداګريزه پانګونه کې ډېرې اسانتياوې برابرې شوې ،په پولي او نورو چارو کې همکارۍ په ثابت ډول پياوړې شوې او د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ نور هم زيات شوی دی.

دوهم ،مونږ به د ورېښمو لارې له روحيې سره سم د ګډو برياليتوبونو پر بنسټ د ګډيو همکاريو لپاره ګډې هڅې وکړو.زمونږ په اند بېلا بېل هېوادونه به د يو کمربند او يوې لارې له جوړونې څخه برخمن وي.

درېيم ، مونږ به د تګلارو او د پرمختيايي ستراتيژۍ همغږي پياوړې کړو او د سوداګرۍ، پانګونې او پولي چارو په اړه به د عمومي اقتصادي تګلارو همغږي وکړو او په ګډه سره به د اقتصادي جوړښت اصلاحات پرمخبوزو او د نړيوال پرمختګ لپاره به ګټور چاپيريال جوړ کړو.

څلورم، زموږ د همکارۍ په نقشه کې د همکارۍ مهمې ساحې او عملياتي لار ټاکل شوې. هيله لرو چې د يوه کمربند او يوې لارې د ابادۍ له لارې د بېلابېلو هېوادونو اقتصادي وده لا چټکه شي، بنسټيز تاسيسات لابشپړ شي، صنايع لا غښتلی شي، پولي همکاري لا ژوره شي او کلتوري تګراتګ لا نږدې شي.

مونږ موافقې ته رسيدلی يو چې تګ راتګ لاهم د همکارۍ مهمه ساحه ده، موږ به د ځمکنيو لارو ، سمندري بندرونو او نوري فايبر جوړونه پياوړې کړو. دغه راز د معلوماتو د تبادلې او د قوانينو د تطبيق په شمول يو لړ برخو کې همکارۍ پياوړې کړو. د اقتصادي دهليز له جوړولو څخه به ملاتړ وکړو، د توليدي توان او د تجهيزاتو د جوړولو په اړه همکاري به زياته کړو، په ګډه سره به اقتصادي او سوداګريزې سيمې جوړې کړو او د چاپيريال ساتنې او معلوماتي تخنيک په شمول صنايعو ته به وده ورکړو. د پيسو راغونډولو چارې به پراخې ګړو او سربيه به يې کمه کړو او د پولي تامين سيستم به جوړ کړو. موږ به د تعليم، ساينس، کلتور او روغتيا په برخو کې د همکاريو ملاتړ وکړو او د سيلانۍ، کارپوهانو او رسنيو ترمنځ تبادلې به نږدې کړو. دغه راز د دوام دار پرمختګ، د فساد او طبيعي پېښو د مقابلې په برخو کې به متقابلې همکارۍ وکړو.

پنځم د لوړ پوړي فورم له لارې مو د رښتينو همکاريو د پرمخبيولو په برخه کې يو لړ اقتصادي لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي.د دې فورم نه مخکې او د دې فورم په موده کې چين له ډېرو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو سره د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې په هکله ډېر همکاريز سندونه او تړونونه لاسليک کړي چې د عمومی تګلارو، پرمختيايي ستراتيژۍ،سوداګريزې پانګونې،د بنسټيزو تأسيساتو د جوړولو په برخه کې د دواړو خواوو ترمنځ تګ راتګ ،د پولي او کلتوري چارو تبادلې پکې شمالې دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای