CRI Online

د يو کمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالې همکارۍ سرمشريز فورم په اړوند د زياتو هېوادونو د کارپوهانو او خبريالانو څرګندونې

cri     (GMT+08:00) 2017-05-16 11:16:41

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د يو کمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالې همکارۍ سرمشريز فورم د می له ۱۴مې نيټې څخه تر ۱۵مې نيټې پورې په بېجينګ کې تر سره شو. د زياتو هېوادونو کارپوهانو او خبريالانو د دې فورم په اړه خپلې څرګندونې وکړې.

د افغانستان د پژواک خبري اژانس خبريال پرويز کړوخېل وويل، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په سرمشريز فورم کې وويل،چې يو کمربند او يوه لار لومړی د سولې لاره ده. نو د ده په پام کې تر ټولو مهم ټکی همدا دی چې د يو کمربند او يوې لارې غوښتنه به د افغانستان لپاره لا سوله ييز چاپيريال برابرولو کې مرسته وکړي او امنيت به تامين کړي، ځکه سوله د پرمختګ بنسټ دی.

کړوخېل وويل، چې اوس زيات افغانان د چيني ژبې د زده کړې په حال کې دي، دوی هيله لري چې چين ته راشي او د چين په اړه لا زيات معلومات تر لاسه کړي. هغه دې ته د سترګې په لار دی چې چين به په راتلونکی کې د افغان ځوانانو لپاره د چين په پوهنتونونو کې د زده کړو لپاره نور زيات فرصتونه برابر کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای