CRI Online

د ورېښمو لارې په نوم چين ته د مشهورو شخصيتونو سفر ۴ م پلاوي د شينجيانګ له مدرسې څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-05-24 17:14:08


د پلاوي غړي د شينجيانګ د مدرسې له مشر ترمیاز عبدالرقيب سره ګډ انځور

د ورېښمو لارې په نوم چين ته د مشهورو شخصيتونو سفر ۴ م پلاوي د می په ۲۳ مه نېټه د شينجيانګ له مدرسې څخه ليدنه وکړه. دا مدرسه د شينجيانګ په مرکز اروموچي ښار کې ده. دغه مدرسه په ۱۹۸۷ کال کې د نړيوال اسلامي پرمختګ بانک په پانګو جوړه شوې او د  شينجيانګ په چوکاټ کې يوازينې لويه مدرسه ده او په چين کې هم يوازينې مدرسه ده چې زده کړه په اويغوري ژبه ورکول کيږي.


په مدرسه کې زده کوونکي د درس په حال کې

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای