CRI Online

د ورېښمو لارې په نوم له چين څخه د مشهورو شخصيتونو په هکله څلورمې ډلې د شينجيانګ له اسلامي مدرسې څخه لېدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-05-30 17:13:35

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې په دې وروستيو ورځو کې د روېښمو لارې په نوم له چين څخه د مشهورو شخصيتونو په هکله څلورمې ډلې د شيجيانګ د اويغور خودمختارې سيمې له اسلامي مدرسې څخه ليدنه وکړه.د ترکيې، مصر، اردن، افغانستان، سودان او اندونيزيا په شمول د شپږو هېوادونو ١٣ مشهورو شخصيتونو د دې سيمې د قومي کميټې له مرستيال ما جين سره د مذهب، قومونو، ښوونې او کلتور په باب بحث وکړ او د دې سيمې د قومي او کلتوري ځانګړتياوو او د چين د مذهبي تګلارې په باب يې معلومات تر لاسه کړل.

د چين د شينجيانګ اسلامی مدرسه په چين کې له لسو همداسې مدرسو څخه يوه ده او په اويغوري ژبه زده کوونکو ته درسونه ور کوي.د دغې مدرسې له خوا په جوړه شوې غونډه کې ګډون کوونکو د مذهبي، کلتوري او قومي مسئلو په باب بحث وکړ.غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای