د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د خارجه وزارت وياند لو کانګ د جون په دوهمه نېټه وويل، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د قزاقستان د ولسمشر نورسودان نظربايف په بلنه د جون له اوومې نېټې څخه تر لسمې نېټې پورې له دغه هېواد څخه رسمي ليدنه وکړي او د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د مشرانو شورا په ۱۷مه غونډه کې او استانا کې د نړيوال نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې به برخه واخلي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |