د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جون په پنځمه نيټه، د هېواد د ادارې په اړه د شي جين پينګ د نظريو په نوم کتاب په قزاقي ژبې ژباړې د خپرېدو مراسم په استانا کې ترسره شول. د چين د اطلاعاتو ادارې مرستيال هو جن، په قزاقستان کې د چين سفير جانګ هان هوی، د قزاقستان د ولسمشر دفتر د معين باچتيتم تيموربلت په شمول مامورينو په دغو مراسمو کې ويناوې وکړې، د چين او قزاقستان ۲۰۰ تنو په دغو مراسمو کې ګډون درلود.
ښاغلي هو جن په دغو مراسمو کې وويل، په ياد کتاب کې د چين د پرمختګ نظريې او لارې، کورنۍ او بهرنۍ تګلارې شاملې دي چې د هېواد د ادارې په اړه د رئيس شي جين پينګ نوې نظريې او نوې ستراتيژی څرګندوي. د دې کتاب په قزاقي ژبه ژباړې په خپرېدو سره به د چين د پېژندنې لپاره قزاقي وګړيو ته يوه کړکۍ پرانيستل شي او د هېواد د ادارې په اړه د دواړو هېوادونو د تبادلې لپاره به يو نوې ډګر برابر شي. له دې نه پرته، دغه کتاب ژباړه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ يوه نوې نښه هم وي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |