د سينهوا اژانس د خبر له مخې، ۲۰۱۷ کال د چين او قزاقستان ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۲۵مې کليزې سره برابر دی. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظربايف څو ورځې مخکې په جلا جلا توګه د (( ښکلی چين، ښکلی قزاقستان -- د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند او له روښانه لارې سره د تړلو لويو کارونو)) په نوم د انځورونو کتاب په اړه ويناوې وکړې.
رئيس شي په خپله وينا کې وويل، چې په ۲۰۱۷ کال کې به قزاقستان د لومړي ځل لپاره د چين د سيلانيز کال په اړه فعاليت تر سره کړي. د (( ښکلی چين، ښکلی قزاقستان )) په نوم د انځورونو کتاب نړۍ ته د دواړو هېوادونو په زړه پورې طبيعي او کلتوري منظرې ورښيې او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ دوستي ترې ښکاري او مهم ارزښت لري.
نظربايف په خپله وينا کې وويل، چې د نړيوال کېدو د چټکوالي په حال کې، د ورېښمو لرغونې لار د وګړو په خيال کې بيا راځي. د چين له خوا وړاندې شوې د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند د ابادۍ غوښتنه او د روښانه لارې په نوم نوی اقتصادي پلان کوم چې په قزاقستان کې روان دی، د اروپا او اسيا دغې لرغونې او لويې تجارتي لارې ته به نوی ژوند ورکړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |