CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ليکنه د قزاقستان په ورځپاڼه کې خپره شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-06-07 15:17:40

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به له قزاقستان څخه رسمي ليدنه وکړي، تر دې مخکې رئيس شي جين پينګ د جون په ۷مه نيټه د قزاقستان د سکايا په نوم ورځپاڼه کې يوه مقاله خپره کړه چې عنوان يې دی، د چين او قزاقستان ترمنځ اړيکو ته د اميد وزر ته ورکړي.

په دې مقاله کې راغلي، سږ کال د چين او قزاقستان ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو له ۲۵مې کاليزې سره برابر دی. په تېرو ۲۵ کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د وخت او نړيوالو اوضاعو د بدلونونو له ازموينو څخه وتلې او د ګاونډيتوب له دوستانه اړيکو څخه په هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو بدلې شوې دي. اوس دواړه هېوادونه د ګټو او برخليک د ګډې ټولنې په جوړولو بوخت دي چې يو بل ستر پرمختګ  موندلی او په تاريخ کې تر ټولو لوړې سويې ته رسېدلي دي.

شي جين پينګ په دې مقاله کې ليکلي، قزاقستان ته زما د دې سفر عمده موخه په نويو نړيوالو حالاتو کې د چين او قزاقستان ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو اړيکو د ټينګېدو او د دواړو خواوو ترمنځ د هراړخيزې همکارۍ د لا پياوړتيا په هکله له ولسمشر نورسطان نظربايف سره د نظريو تبادله کول او پوره ترتيبات ترسره کول دي. خوشبينه يم چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ پرمختګ لاره مخ په پراخېدو ده. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای