CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ استانا ته ورسېد.

cri     (GMT+08:00) 2017-06-08 08:34:57

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جون په ۷مه نيټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د خپلو ځانګړو الوتکو په وسيله د قزاقستان پلازمېنې استانا ته ورسېد، له دغه هېواد څخه يې په خپل رسمي سفر پيل وکړ او د شانګهای همکارۍ سازمان د مشرانو شورا په ۱۷مه غونډه او د ځانګړي نړيوال نندارتون په مراسمو کې به ګډون وکړي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د قزاقستان خلکو ته د چينايانو صميمانه سلامونه او نيکې هيلې سپارلې او څرګنده يې کړه چې چين او قزاقستان ښه ګاونډيان دي. د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ دوستي لرغونی تاريخ لري او په دايمي توګه ساتل کېږي. د چين او قزاقستان ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۲۵ کليزې په درشل کې د دواړو هېوادونو ترمنځ متقابل سياسي باور په دوامداره توګه پياوړی شوی، په بېلا بېلو ساحو کې خپلمنځي همکارۍ ژورې شوې او په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې خپلمنځي هماهنګي هم زياته شوې ده.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای