CRI Online

شي جين پينګ د شلو هېوادونو ډلې په دوولسمه سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړ او يوه وينا يې وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2017-07-08 15:42:53

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د شلو هېوادونو ډلې دوولسمه سرمشريزه غونډه د جولای په اوومه نېټه د المان په هامبورګ ښار کې تر سره شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پکې ګډون وکړ او يوه مهمه وينا يې وکړه چې عنوان يې دی پر ورخلاصون او پراختيا بايد ټينګار وشي او ګډ پرمختګ پياوړی شي. نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې د شلو هېوادونو ډله بايد د نړيوال اقتصاد د ورخلاصون پر طرز ټينګار وکړي، بايد د نړيوال اقتصاد د زياتوالي لپاره د نوي خوځنده ځواک د پيدا کولو لپاره هڅې وکړي، بايد د نړيوال اقتصاد د ادارې او ګډ پرمختګ د پياوړتيا لپاره کوښښ وکړي او بايد د ټولې نړۍ د ګډې سمسورتيا او د بشريت د برخليک ټولنې د ابادولو لپاره زيار وباسي.
د المان صدراعظمې مرکيل د دغې غونډې مشري وکړه. رئيس شي جين پينګ وويل، چې اوسمهال نړيوال اقتصاد د ښه کېدو په حال کې دی. خو په نړيوال اقتصاد کې يو شمېر ژورې مسئلې او د ناارامۍ عوامل لا هم موجود دي. په هانګجو کې د شلو هېوادونو ډلې په سرمشريزه غونډه کې د اوسنيو ننګونو د ليرې کولو لپاره لايحه طرحه شوې ده چې د نوښت، خوځنده ځواک، ګډ پرمختګ او پراختيا پر بنسټ نړيوال اقتصاد پياوړی شي. د هامبورګ د سرمشريزې غونډې سرليک د ګډې پرمختيايي نړۍ ابادول دي چې دا د هانګجو له سرمشريزې غونډې سره نژدې تماس نيسي. موږ بايد د دغسې لايحې د تطبيقولو لپاره ګډ کوښښونه وکړو.
د دغې غونډې له پيل نه مخکې رئيس شي جين پينګ له برخوالو مشرانو سره د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په اړه بحث وکړ. هغه وويل، چې په تېرو څو کلونو کې نړيوالې ټولنې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې لپاره لا نژدې همکارۍ کړې دي او کوي يي. د ترهګريزو ډلو د پراخېدو مخه يې نيولې ده، خو د ترهګرۍ سرچينې له منځه نه دي وړل شوي. چين غواړي د ترهګرۍ پرضد د مبارزې لپاره د نړۍ د يووالي جبهې جوړې کړي او د ترهګرۍ سرچينې له منځه يوسي. چين د ترهګرۍ له امله زيانمن شوی هېواد دی او د ترهګرۍ پرضد مبارزې کې ګډون کوي. چين به په مثبته توګه د ترهګرۍ پرضد نړيوالې همکارۍ کې برخه واخلي او په دې برخه کې به له نورو هېوادونو سره مرسته وکړي.(غوټۍ)
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای