CRI Online

شي جين پينګ د فلسطين له ولسمشر محمود عباس سره خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2017-07-19 16:53:54

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۱۸مه نېټه د فلسطين له ولسمشر محمود عباس سره خبرې اترې وکړې او په ترڅ کې يې د فلسطين مسئلې د حلولو په هکله څلور فقره اييز وړانيزونه کړي، پر دې يې ټينګار وکړ چې چين به تل د فلسطين مسئلې د سياسي حل و فصل لپاره رغنده رول ولوبوي او په اړوندو کوښښونو کې به ګډون وکړي. د دواړو هېوادونو مشران به په اتفاق سره د چين او فلسطين ترمنځ د دوستانه همکارۍ اړيکو د هراړخيز پرمختګ هڅونه وکړي.

د جولای د ۱۸مې نيټې له غرمې وروسته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د فلسطين د ولسمشر محمود عباس د هرکلی مراسم تر سره کړل او وروسته يې ورسره خبرې اترې وکړې. رئيس شي جين پينګ د دواړو هېوادونو تر منځ د دوستۍ لوړه ستاينه وکړه. (اواز)

په چين کې يوه اصطلاح شته چې وايي عنعنوي دوستي د سروزرو په شان ده چې په اوږده وخت کې د پرمختګ سره سره رنګارنګ کېږي. چين تر ټولو لومړی د فلسطين د دفاع غورځنګ ملاتړ وکړ او له هغو هېوادونو څخه يو دی چې د فلسطين د ازادۍ سازمان او د فلسطين هېواد په رسميت پيژندلی دی. د څه دپاسه نيمې پيړې راهيسې د دواړو هېوادونو خلکو يو له بل سره تفاهم او اتفاق کړی، يو د بل نه ملاتړ کړی او کوي يې او يو د بل ريښتني دوستان، ملګري او وروڼه دي.

رئيس شي جين پينګ وويل چې چين به له فلسطين سره ګډ کوښښونه وکړي چې په سياسي چارو کې يو د بل ملاتړ وکړي، له فلسطين سره همغږي پياوړې کړي، ورسره مشرتابه تګ راتګ او په بېلا بېلو ساحو کې د دواړو هېوادونو تر منځ همکارۍ به ټينګې کړي. چين به د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې له فلسطين سره ګډې هڅې وکړي، د صنعتي سيمې د ابادۍ، د متخصصو کدرونو د روزنې او د لمري انرژۍ په وسيله د برقي سټيشن د جوړولو په برخو کې به له فلسطين سره همکارۍ وکړي او د پرمختګ توان د پياوړتيا او په ځان اتکا برخو کې به ورسره مرستې وکړي.

محمود عباس د رئيس شي جين پينګ له خبرو سره موافقه وکړه او ويې ويل (اواز)

زه له رئيس شي جين پينګ څخه مننه کوم چې په دوستانه فضا کې مو ملاقات او خبرې اترې وکړې او دا څلورم ځل دی چې زه د فلسطين د ولسمشر په توګه له چين څخه ليدنه کوم او دويم ځل دی چې له رئيس شي جين پينګ سره رسمی کتنه کوم. ما په فلسطين کې څو څو ځلې د چين له پلاويو سره هم کتلی چې دغه تګ راتګ د دواړو هېوادونو تر منځ د عنعنوي دوستۍ اړيکې ټينګې کړې دي.

د فلسطين مسئلې په هکله رئيس شي جين پينګ وويل چې د دوو هېوادونو د موجوديت د اصولو پر بنسټ ستونزې بايد له سياسي لارې حل شي، په ګډه، هراړخيزه، همکاريزه او دواملرونکې توګه د امنيت ساتلو پر نظريې ټينګار وشي، له نړيوالې ټولنې سره همغږۍ رامنځته شي چې د همکارۍقوي پياوړې شي او هراړخيزې تګلارې عملي شي تر څو د سولې خبرې پرمخ ولاړې شي.

له خبرو اترو وروسته محمد عباس رئيس شي جين پينګ ته د فلسطين عالی نښان ورکړ تر څو د فلسطين د عادلانه چارو په هکله د چين له ملاتړ نه خپله مننه او رئيس شي جين پينګ ته خپل درناوي څرګنده کړي. رئيس شي جين پينګ وويل (اواز)

دا نه يوازې زما لپاره يو شخصي وياړ دی او په اوږده موده کې د فلسطين د مسئلې په هکله د چين د ټينګ او عادلانه دريځ په اړه يوه ستاينه او پيژندنه هم ده چې له دې څخه څرګندېږي چې فلسطين له چين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او فلسطينيان له چينايانو سره دوستانه اړيکې لري. هر چيري چې نړيوال حالات څنګه بدلېږي، چين به تل تر تله د خپلو حق حقوقو د اعاده کولو په مقصد د فلسطينيانو د عادلانه چارو ملاتړ وکړي او د دوه اړخيزو اړيکو د نژديوالي او د منځني ختيځ د سوله ايز بهير د پرمختګ لپاره زياته هڅه وکړي.

په همدې ورځ د دواړو مشرانو تر رياست لاندې د دواړو هېوادونو اړوندو خواوو د دپلوماتيکو، اقتصادي او کولتوري چارو او د اړوندو کسانو د روزلو په ساحو کې همکاريز سندونه لاسليک کړي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای