د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران ولسمشر حسن روحاني د جولای په نولسمه نېټه په پارلماني غونډه کې وويل، ايران به د امريکا بنديزونو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.
هغه پر دې ټينګار وکړ چې د امريکا کړنې د ايران د ذروي مسئلې په اړه له هر اړخيز تړون څخه سرغړونه ده. د ايران د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، ايران به پر هغو هېوادونو نوي بنديزونه ولګوي چې پر ايران او د سيمې د نورو اسلامي هېوادونو پر ضد دوښمنانه کړنې تر سره کوي.
د امريکا د ماليې او د بهرنيو چارو وزارتونو د جولای په اتلسمه نېټه اعلان وکړ چې د ايران په اړه پر اتلسو شخصيتونو او شرکتونو به بنديزونه ولګوي، لامل يې دا دي چې دوی د ايران د بالستيک توغنديو له پلان او د هېوادونو تر منځ له جرمونو ملاتړ کوي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |