CRI Online

پاکستان هندي ديپلومات ته د هند لخوا د اوربند تړون د سرغړنې په هکله احتجاج څرګند کړ

cri     (GMT+08:00) 2017-07-20 09:13:49

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د جولای په ۱۹مه نېټه په دغه هېواد کې دهند د عالي کميشنر مرستيال سينګ ته بلنه ورکړه چې په ۱۸مه نېټه په کشمير کې د هند لخوا د اوربند تړون د سرغړنې او پاکستانيانو ته د مرګژوبلې په هکله يې احتجاج څرګند کړ او له هند څخه يې غوښتنه وکړه چې په ۲۰۰۳ کال کې د دواړو خواوو تر منځ د اوربند تړون مراعات کړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل د هند پوځ په ۱۸مه نېټه په کشمير کې د واقعي کنټرولونکي کرښې ته نژدې د پاکستان په خوا ډزې وکړې چې له امله يې ۲ عادی خلک وژل شوي او ۶تنه نور ټپيان شوي دي. پاکستان د اوربند تړون سره د هند لخوا د سرغړنې کيدو او پر عادي خلکو د ډزو عمل غندنه وکړه.

په اعلاميه کې ويل شوي چې پاکستان له هند څخه غوښتنه وکړه چې پيښې پلټنه وکړي، په واقعي ډول واقعي کنټرولونکي کرښې ته نژدې سيمو کې سوله وساتي او له هند څخه يې غوښتنه وکړه چې په هند او پاکستان کې د م م د پوځي چارو پلټونکو ډلو ته اجازه ورکړي چې د م م د امنيت شورا د پريکړه ليک له مخې دندې عملي کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای