د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان پوځ د جولای په نولسمه نېټه وويل، د هند پوځ په همدې ورځ يو ځل بيا پرته له کومې پلمې د پاکستان پر پوځي اډو او عامو وګړو ډزې وکړې چې له دې امله د پاکستان يو سرتيری او دوه عام وګړي ووژل شول، دوه سرتيري او پنځه عام وګړي ټپيان شوي دي.
په دې اعلاميه کې ويل شوي، چې د پاکستان پوځ د هند بريد ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ او لږ تر لږه پنځه هندي سرتيري يې ووژل. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |