د اقتصادي ورځپانې د خبر له مخې: د ۲۰۱۷ کال د وريښمو لارې د اقتصادي کمربند په مرکزي سيمه کې د پروژو د جوړولو په هکله غونډه کې د شينجيانګ د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې او نورو څانګو په دغه سيمه کې د تر ټولو لومړيو مهمو پروژو لست خپور کړ چې د ترانسپورټ، سوداګريزو توکو د ليږدونې، کولتور، ساينس او ښوونې، طبي خدمتونو، پولي چارو، انرژۍ او مالوماتو په شمول ساحو کې ۲۸۸ پروژې پکې شاملې دې چې د شينجيانګ د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره به مهم بنسټيز لارښوونکي او نمونوي رول ولوبوي.
د شينجيانګ د پرمختګ او اصلاحاتو د کميټې د منشي مرستيال جاو شي فنګ وويل شينجيانګ به د تګلارو، د ترافيکي تاسيساتو، سوداګريز تګ راتګ، د پيسو استعمالولو او د خلکو تر منځ د دوستې ټينګولو په اړوند د پروژو پر ابادۍ ټينګار وکړي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |