د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، چين د جولای په نولسمه نېټه د امنيت شورا د نوبتي رئيسه هېواد په توګه وړانديز وکړ چې د افريقا د سوله ييز او امنيتي توان د پياوړتيا لپاره علنی غونډه تر سره کړه.
د چين استازي ليو جې يي وويل، د افريقا د سوله ييز او امنيتي توان لوړتيا نه يوازې د نړيوالې ټولنې ګډې ګټې، بلکې د امنيت شورا مهمه دنده ده. په دې وروستيو کلونو کې، افريقايي هېوادونو په افريقايي لاره ستونزې لېرې کړې او د سيمې د سولې او امنيت د ساتنې لپاره يې مهم خدمتونه برابر کړي دي. خو اوس د افريقايي هېوادونو په وړاندې لا هم زياتې ننګونې شتون لري، نړيواله ټولنه دې د م م او د افريقايي ټولنې په ګډون د سيمه ييزو سازمانونو تر منځ د اړيکو د پياوړتيا او د افريقا د سولې د ساتنې لپاره د م م د کوښښونو د ملاتړ لپاره ګډې هڅې وکړي. نړيوالې ټولنې د افريقا د سوله ييز او امنيتي توان د پياوړتيا لپاره د چين د اړوند وړانديز لوړه ستاينه وکړه. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |