CRI Online

د م م سرمنشي د شمالي کوريا او جنوبي کوريا تر منځ د خبرو اترو د بيا پيل هرکلی وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-07-20 12:05:02

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د سرمنشي مرستيال وياند فارهان هاک د جولای په نولسمه نېټه وويل، سرمنشي ګوټريس د شمالي کوريا او حنوبي کوريا تر منځ د خبرو اترو د بيا پيل لپاره د جنوبي کوريا د وړانديز هرکلی کوي او هيله لري جې د شمالي کوريا لوړپوړي چارواکي دې ته مثبت غبرګون وښيي.

هاک په همدې ورځ په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، ګوټريس د اپرېل په اته ويشتمه نېټه د کوريا ټاپووزمې د ذروي مسئلې په اړه د وزيرانو په يوه غونډه کې دا ويلي وو، چې له شمالي کوريا سره د تګ راتګ لارې تړل ډېر خطرناک دي، له دې هېواد سره د نظريو د تبادلې او د تګ راتګ لارې خلاصول، په تيره بيا په پوځي ساحه کې له دې هېواد سره د تګ راتګ لارې خلاصول د خطرونو د کمولو او د سيمه ييزو حالاتو د پېچلتيا د سپکولو لپاره ډېر لازم دي.

جنوبي کوريا د جولای په اوولسمه نېټه له شمالي کوريا څخه د پوځي او کاري خبرو اترو غوښتنه وکړه، خو شمالي کوريا تر اوسه پورې دغه غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای