CRI Online

د چين مرستيال صدراعظم وانګ يانګ، د امريکا د ماليې وزير او د تجارتي چارو وزير په ګډه سره د چين او امريکا د لومړۍ دوره اقتصادي ديالوګ مشري وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-07-20 12:23:03

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخېو د امريکا او چين لومړی دوره اقتصادي ديالوګ د جولای په نولسمه نېټه د امريکا په واشنګټن کې تر سره شو. د چين مرستيال صدراعظم وانګ يانګ، د امريکا د ماليې وزير سټيون منوجين او د تجارتي چارو وزير ويلبور روس په ګډه سره د دې ديالوګ مشري وکړه.

د دواړو خواوو په اند، د چين او امريکا د اقتصادي همکارۍ د سل ورځنی پلان د پلي کېدو په ساحه کې برياليتوبونه د دواړو هېوادونو د ګډو کوښښونو په رڼا کې رامنځته شوي دي. برسيره پر دې، دوي د اقتصادي همکارۍ د يو کلنی پلان په اړه خبرې اترې هم وکړې. دواړو خواوو د تجارت د منفی بېلانس د کمبود، د خدمتي مسلکونو په ساحه کې د خپلمنځي همکارۍ د پراخوالو، يو په بل باندې د پانګونې د زياتوالي، د پانګې اچولو لپاره د لا پرانستونکي، شفاف او اسان چاپيريال د جوړولو، د عصري تخنيک لرونکو توليداتو د معاملې د هڅونې، د مسلکي همکارۍ سويې د لوړتيا، د G20 په ګډون د نړيوال اقتصاد د ادارې سازمانونو په چوکاټ کې د خپلمنځي همکارۍ د ژورتيا او په اغېزمن، دوامدار، او پرانيستونکي ډول د نړيوال اقتصاد د پرمختګ په چارو موافقه کړې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای