د سين هوااژانس د خبر له مخې: په م م کې د چين دايمي استازي ليو جي يي د جولای په ۱۹مه نېټه وويل چين هېله لري چې د م م د راتلونکې دورې په عمومي اسامبلې کې د امنيت شورا د اصلاحاتو په هکله د حکومتونو تر منځ خبرې اترې بايد په مداومه توګه د غړيو هېوادونو د لارښوونې پر اصولو او يو لړ نظريو ټينګار وکړي چې د خبرو اترو د سالمې پرمختيا لپاره نوي کوښښونه تر سره کړي.
د م م د ۷۱مې دورې په عمومي اسامبلې کې په همدې ورځ په اتفاق سره يوه لنډه او تخنيکي شفاهي پريکړه تصويب شوه چې د امنيت شورا د اصلاحاتو په هکله د حکومتونو تر منځ خبرې اترې د م م د راتلونکې دورې په عمومي اسامبلې کې په مداومه توګه تر سره شي.
ليو جي يې وويل د روان کال له پيل راهيسي د م م د امنيت شورا د اصلاحاتو په هکله د حکومتونو تر منځ د خبرو اترو په اړه پنځه ځله غونډې تر سره شوې دي چې د م م غړيو د اصلاحاتو په هکله د پنځو مسئلو په باب بحثونه شوي او عمومي چاپيريال ښه دی. که څه هم د بېلا بېلو خواوو تر منځ توپيرونه لا هم شته، خو زغم سلامشورې رغنده رول لري چې د شرايطو جوړولو لپاره ګټور دی او په پای کې پراخو ګډو نظريو ته ورسېږي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |