CRI Online

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کمېټه : د يو کمربند او يوې لارې د آبادولو او همکارۍ کار په منظم ډول روان دی

cri     (GMT+08:00) 2017-08-18 11:06:57

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، خبريال د چين د پرمختګ او اصلاحاتو له کمېټې څخه خبر واخيست چې يو له بل سره د تګ راتګ، د توليدونکي توان د لوړتيا، تجارت، پانګونو او يو د بل په هېوادونو کې د تجارتي او صنعتي سيمو د جوړولو په برخو کې چين د يو کمربند او يوې لارې په غاړو کې د پراتو هېوادونو سره همکاري په پر له پسې ډول تر سره شوي، له دې څخه څرګندېږي چې د يو کمربند او يوې لارې د آبادولو او همکارۍ کار په منظم ډول روان دی.

چين تر اوسه پورې د قزاقستان او اتوپيا په ګډون له دېرشو هېوادونو سره د توليدونکي توان په باب د ميکانيزم په چوکاټ همکاری تر سره کړي. د سږ کال لومړۍ نيمايي کې، د چين شرکت د يو کمربند او يوې لارې په اړه په اوه څلوېښتو هېوادونو کې د شپږ مليارډو شپږ سوه او يو شيېتو مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت پانګونې اچولي چې د پروسږ کال د همدې مودې په پرتله شپږ سلنه زياتې شوې. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای