CRI Online

شي جين پينګ: چيني ځانګړتيا لرونکی سوسياليزم نوې زمانې ته رسېدلی

cri     (GMT+08:00) 2017-10-18 15:42:17

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د کمونيست ګوند نولسم ملي کانګرس د اکتوبر په ۱۸مه نيټه په بېجينګ کې پرانيستل شو. د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د دې کانګرس په پرانيستونکو مراسمو کې يو راپور وړاندې کړ. نوموړي چې چيني ځانګړتيا لرونکی سوسياليزم نوې زمانې ته رسېدلی دی. د چين کمونيست ګوند به په نوې زمانه کې د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د نظريې تر لارښوونې لاندې د چينايانو په مشرۍ په پوره توګه د شتمنې ټولنې د جوړونې په برخه کې برياليتوب تر لاسه کړي ، د روانې پېړۍ په نيمايي کې به يو شتمن، ډيموکراتيک، متمدن،همغږی، ښکلی، عصري او غښتلی سوسياليستي هېواد ودان کړي او د چيني ملت د بياابادۍ هيله به عملي کړي.

اوس د چين په کور او بهر کې اوضاع د پيچلي بدلون په حال کې ده، چين په ګرده نړۍ کې د دوهم اقتصاد په توګه، د ده د واکمن ګوند د واکمنۍ راتلونکی پروګرام ډېر د پاملرنې وړ دی. شي جين پينګ په يوې جملې کې د دې ملي کانګرس موخه او د چين د کمونيست ګوند لوړ همت څرګند کړ. هغه وويل

(( د دې ملي کانګرس عنوان دی اصلي موخې نه هېرېږي، په ټينګ هوډ خپله دنده په ياد وساتئ. موږ بايد د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د لوی بيرغ په پورته کولو سره د شتمنې ټولنې د پوره جوړونې لپاره مبارزه وکړو او په نوې زمانه کې دې د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم ستر برياليتوب تر لاسه کړو او د چيني ملت د بيا ابادۍ اميد د عملي کېدو لپاره دې نه ستومانه کېدونکي کوښښونه وکړو.))

شي جين پينګ په دې راپور کې وويل، په تېرو پنځو کلونو کې د چين کمونيست ګوند په پوره توګه خپلې لارښوونې پياوړې کړي او د هېواد او سياست د ادارې په اړه يې يو لړ نوې ستراتيژۍ ټاکلې دي. د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت اتيا زرو مليارډو يوانو ته رسېدلی او د نړيوال اقتصاد لپاره يې له دېرش سلنې زيات خدمتونه وقف کړي دي. په ښارونو او علاقه داريو کې د روزګار کلنۍ منځنی زياتوالی ديارلس مليونو تنو ته رسېدلی او څه باندې شپېته مليونه کسان له بېوزلۍ څخه ژغورل شوي دي. چين په پوره توګه اصلاحات ژور کړي او د ډيموکراسۍ او قانوني ادارې د جوړولو، د فکرونو او کلتور د پراخولو، د وګړيو ژوند سويې د لوړولو او د ايکولوژيکي چاپېريال د ښه والي په برخو کې يې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

په دې راپور کې راغلي، د چين کمونيست ګوند او خلک به د اوږدې مودې لپاره په نوې زمانه کې د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم پر نظريې ټينګار وکړي او په دوامداره توګه به دغې نظريې ته پرمختګ ورکړي. هغه په دې اړه وويل

((په نوې زمانه کې د چيني ځانګړتيا لرونکې سوسياليزم نظريې عمومي موخه د سوسياليزم عصري کېدل او د چيني ملت د بياابادۍ عملي کول دي. د شتمنې ټولنې د پوره جوړونې پر بنسټ به په دوو ګامونو د روانې پېړۍ په نيمايي کې يو شتمن، ډيموکراتيک، متمدن، همغږی، ښکلی، عصري او غښتلی سوسياليستي هېواد ودان شي. بايد دا تصديق شي چې په نوې زمانه کې د چيني ټولنې عمده توپيرونه د ښه ژوند لپاره د وګړيو د زياتېدونکو اړتياوو او د نابرابري پرمختګ ترمنځ توپيرونه دي. نو موږ بايد د وګړيو په مرکز د پرمختګ پر نظريې ټينګار وکړو، د وګړيو پوره پرمختګ او د ټولو وګړيو د ګډې شتمنۍ د عملي کولو لپاره دې کوښښونو ته دوام ورکړو. ))

پنځه کاله مخکې د چين په اتلسم ملي کانګرس کې دوه سليزې موخې ټاکل شوې چې يوه يې تر ۲۰۲۱ کال پورې د چين د کمونيست ګوند د جوړېدو د سلمې کاليزې په موده کې په پوره توګه د شتمنې ټولنې جوړول دي. بله يې تر ۲۰۴۹ کال پورې د چين د ولسي جمهوريت د قايمېدو د سلمې کاليزې په وخت کې سوسيالستی عصري هېواد وادنول دي. شي جين پينګ په دغه راپور کې په دې هکله هم اړوند ستراتيژيک ترتيبات کړي دي.

د چين د ډيپلوماتيکو تګلارو په اړه شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې د چين کمونېست ګوند تل د بشريت د پرمختګ لپاره هڅې کوي. چين به پر سوله ييزې پرمختيايي لارې ټينګار وکړي او غواړي چې د بشريت د برخليک د ګډې ټولنې د جوړولو لپاره د نورو هېوادونو له خلکو سره په ګډه کوښښونه وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای