CRI Online

د ايران د حساب ستره محکمه: نژاد بايد د يو مليارډ او سل مليونو ډالرو په ارزښت د دولتي مالي زيانونو مسئوليت پر غاړه واخلي

cri     (GMT+08:00) 2017-10-20 17:45:19

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران د انګليسي ژبې خبري تلويزيون د اکتوبر په ۱۹مه نېټه خبر ورکړ چې د ايران د حساب سترې محکمې په دې وروستيو کې وويل، چې پخوانی ولسمشر احمدي نژاد بايد د خپل ماموريت په موده کې د يو مليارډ او سل مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د دولتي مالي زيانونو مسئوليت پر غاړه واخلي. دغه زيانونه په عمده توګه د نژاد له خوا د ولسمشرۍ د دوهمې دورې په موده کې د ايران د نفتو له دولتي شرکت سره د معاملو او غلطو پريکړو له امله رامنځته شول.

د ايران د حساب د سترې محکمې د يو راپور پر بنسټ راغلي چې د ايران د نفتو دولتي شرکت له ۲۰۰۸ کال څخه تر ۲۰۱۲ کال پورې د ضروري منظورۍ پرته د هېواد له رښتينو اړتياوو څخه زيات نفت او ډيزل وارد کړل. بر سيره پر دې، نوموړي شرکت کورنيو مشتريانو ته د توليداتو د پلورلو په وخت کې پيسې نه وې اخيستې. دغه پيسې بايد په ۲۰۰۸ کال کې ورکړل شوی وی، خو د نژاد حکومت دا نه وه تر سره کړې چې دولتي ماليې ته يې زيانونه ورسول.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای