CRI Online

د افغانستان په دوو جوماتونو کې ځانمرګي بريدونه شوي.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-21 10:16:53

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د اکتوبر په ۲۰مه نېټه خبر ورکړ چې په همدې ورځ وسله والوپه جلا جلا توګه د دغه هېواد په غور ولايت او پلازمينه کابل کې پر دوو جوماتونو باندې بريدونه وکړل چې له امله يې ۴۹ تنه وژل شوي او ۴۹ تنه نور ټپيان دي.

لومړي ځانمرګي بريد د غور ولايت د يوه کلي په جومات کې وشو چې له امله يې لس تنه ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول. لنډه موده وروسته د کابل په لويديځه برخه کې يو جومات هم له بريد سره مخامخ شو چې يو بريدګر د لمونځ کوونکو په ګڼه ګوڼه کې ځان والوځاوه چې له امله يې ۳۹ تنه ووژل شول او ۴۵ تنه نور ټپيان شول.

داعش کابل کې د بريد پړه پر غاړه اخيستې ده.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای