CRI Online

د عراق پوځ د کردانو خپلواکې سيمې له وسله والو سره شخړه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-21 10:34:30

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عراق پوځ د اکتوبر په ۲۰مه نېټه د دې پخلی وکړ چې حکومتي پوځ په همدې ورځ د کيرکوک ولايت او د کردانو خپلواکې سيمې په سرحدي سيمه کې د دغې سيمې له وسله والو سره شخړه وکړه.

د عراق د ځواکونو د ګډو عملياتو قوماندان د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې په همدې ورځ حکومتي پوځ د کردانو خپلواکې سيمې ته نژدې د کيرکوک ولايت التون کوپري ښار ته د ننوتلو په وخت کې د دغې خپلواکې سيمې د حکومت تر کنترول لاندې د کرد ازادو مجاهدينو ډلې له وسله والو سره جګړه وکړه. وسله والو د راکټونو په وسيله پر حکومتي پوځ باندې بريد وکړ چې له امله يې سر او مال ته زيانونه رسيدلي دي.

التون کوپري د کيرکوک ولايت د مرکز کيرکوک ښار په شمالي برخه کې د کردانو خپلواکې سيمې سرحدي کرښې ته نژدې واقع دی او له دغه ښار څخه څلويښت کيلومتره واټن لري. دغه ښار د کيرکوک ښار او د دغې خپلواکې سيمې د مرکز ترمنځ د تګ راتګ مهمه لاره ده. د روانې مياشتې په شلمه نېټه د عراق پوځ اعلان وکړ چې دوی التون کوپري نيولی دی.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای