CRI Online

د ځينو هېوادونو مشرانو، ګوندونو او سازمانونو د چين کمونېست ګوند نولسم ملي کانګرس ته د مبارکۍ پيغامونه ولېږل.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-22 09:13:55

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس د روانېدو په وخت کې د ځينو هېوادونو مشرانو، ګوندونو او سازمانونو په جلا جلا توګه دغه کانګرس ته د مبارکۍ پيغامونه ولېږل.

د زامبيا ولسمشر، د کانګو ولسمشر، د کمومورو ولسمشر، د لبنان د پارلمان مشر، د مالديو د پارلمان مشر، د سريلانکا د دولتي تصديو د پرمختګ وزير، د جنوبي کوريا د خلکو ګوند مشر، د نيپال د کمونېست ګوند مشر او پخواني صدراعظم، د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان د شورا مشر، اطريش د ټولنې او ډيموکراسۍ ګوند د ډيپلوماتيکو تګلارو وياند په جلا جلا توګه دغه کانګرس ته د مبارکۍ پيغامونه ولېږل.

د پاکستان د مسليم ليګ (ان) مرستيال نصير په خپل پيغام کې ليکلي چې چين د دغه ګوند تر لارښوونې لاندې د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. پاکستان هيله لري چې په مداومه توګه له دغه ګوند سره د وروڼو په شان نژدې اړيکې او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ دوستي ټينګې کړي.

د فرانسې پخواني ولسمشر نيکولاس سارکوزي په خپل پيغام کې ليکلي چې چين د عمومي منشي شي جين پينګ تر لارښوونې لاندې په نړيوالو چارو کې خپل مسؤليت پر غاړه اخيستی دی او اخلي يې. د دغه کانګرس پيل د چين په سياست کې يو کليدي وخت دی او د چين په راتلونکي پورې نژدې اړه لري.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای