CRI Online

نړيوالې ټولنې د بشريت د برخليک د ګډې ټولنې د ابادۍ په اړه د چين کمونېست ګوند تر لارښوونې لاندې د چين د کوښښونو لوړه ارزونه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-22 09:32:09

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، ښاغلي شي جين پينګ د چين کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس په راپور کې د بېلا بېلو هېوادونو له خلکو څخه غوښتنه کړې چې د بشريت د برخليک د ګډې ټولنې د ابادۍ او د دايمي سولې، عام امنيت، ګډې سمسورتيا او ورخلاصي، پاکې او ښکلې نړۍ د ساتلو لپاره ګډ کوښښونه وکړي. هغه وويل، چې د چين کمونېست ګوند تل هغه دنده پر غاړه اخلي چې انسانانو ته لا زيات خدمتونه وکړي.

نړيواله ټولنه په دې نظر ده چې دغه ګوند د چين په مشري پر سوله ييزې پرمختيايي لارې ټينګار کوي، د بشريت د برخليک د ګډې ټولنې د ابادۍ لپاره کوښښ کوي، د تزلزلو نړيوالو اوضاعو د ثابتېدو او د بشريت لخوا د ښه راتلونکي د موندلو لپاره قوي ځواک ورکوي او د نړيوال اداري سيستم د جوړولو او اصلاح کولو لپاره خپلې پوهې او لايحې وړاندې کوي.

د روسيې د واکمن ګوند يعنې دروسيې يووالي ګوند د عمومي کميټې مرستيال سيرګي جيليزنياک وويل، چې د چين کمونېست ګوند تل د بشريت د برخليک د ګډې ټولنې د ابادۍ لپاره هڅه کوي او د يو کمربند او يوې لارې په شمول ځيني دايمي نظرونه يې وړاندې کړي چې دا به د اقتصاد او سوداګرۍ، کولتور، نوښت او امنيت په ساحو کې د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ پياوړی کړي. په اوسنۍ نړۍ کې چين د منطقۍ او نړيوالې سولې ساتونکی دی او د ګڼ شمېر هېوادونو صميمانه دوست هم دی.

په م م کې د پاکستان د دايمي استازي مرستيال محمد قريشي وويل، چې د اوسنيو نړيوالو ننګونو په وړاندې، د بشريت د برخليک د ګډې ټولنې ابادي زموږ د نړيوالي کلي لپاره يوه کلي ده چې د چين لخوا وړاندې شوې ده. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای