د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د ملي دفاع وزارت د اکتوبر په يوويشتمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دې پخلی وکړ چې په همدې ورځ د دغه هېواد په پلازمينه کابل کې پر يوه پوځي پوهنتون باندې بريد وشو چې له امله يې لږ تر لږه ۱۵ تنه محصلين وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان دي. دغه بريد د همدې ورځ د ماسپښين په دريو بجو وشو او يو ځانمرګي بريدګر هغه موټر ته نژدې ځان والوځاوه چې پکې د دغه پوهنتون محصلين سپاره وو.
د افغان ولسمشرۍ ماڼې په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دغه بريد سخته غندنه وکړه. افغان طالبانو د دغه بريد پړه پر غاړه اخيستې ده. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |