CRI Online

د ايران د ځواکونو وياند: د ملي دفاع قوت د ايران اسلامي جمهوريت سره کرښه ده.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-22 09:56:12

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران د ځواکونو وياند سيد مسعود جزايردي د اکتوبر په ۲۱مه نېټه خبر ورکړ، که څه هم لويديځ هېوادونه په پر له پسې توګه ايران ته ګواښونه کوي، خو د ايران د ملي دفاع قوت مشورتي نه دی، بلکې د ايران سره کرښه ده.

نوموړي وويل،هيڅ نړيوال تړون د کوم هېواد لخوا د توغنديو د پرمختګ مخه نشي نيولی. ذروي مسئله د توغنديو او ملي دفاع له مسئلو څخه بېله ده. ايران هيڅکله اجازه نه ورکوي چې د خپل هېواد د دفاعي او نظامي قوت په اړه خبرې اترې وکړي. اوسمهال ايران په نړۍ کې د امريکا او اسرائيلو له ګواښونو سره مخامخ دی. داسې هېوادونه غواړي د فشار په اچولو سره د ايران د ملي دفاع قوت په پرمختګ کې خنډونه واچوي. ايران به دوی ته سر ټيټ نه کړي او پر خپلې پرمختيايي لارې به ټينګار وکړي.

نوموړي په عراق او سوريه کې د ايران د نظامي سلاکارانو د يادونې په وخت کې وويل، چې د ايران پوځي سلاکاران د دغو هېوادونو په رسمي بلنې تللي دي او دا له قوانينو سره سمون خوري. که داسې هېوادونه بلنې ورکړي، ايران به سمدلاسه ورسره مرسته وکړي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای