CRI Online

امنيت شورا په مصر کې د ترهګريز بريد غندنه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-22 10:02:01

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م امنيت شورا د اکتوبر په ۲۱مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د هغه ترهګريز بريد سخته غندنه وکړه کوم چې د روانې مياشتې په ۲۰مه نېټه د مصر په لويديځه صحرايي سيمه کې وشو. د امنيت شورا غړيو هېوادونو په دغه اعلاميه کې د مړو شويو کسانو کورنيو او د مصر حکومت ته خپلې خواخوږۍ څرګندې کړې او هيله يې ښودلې چې ټپيان ژر جوړ شي.

امنيت شورا پر دې ټينګار کړی چې بريدګرو، طرحه کوونکو او ملاتړونکو ته دې سخته سزا ورکړل شي او ټول هېوادونه بايد په دې برخه کې د نړيوالو قوانينو او د امنيت شورا د اړوندو پريکړو سره سم د مصر له حکومت سره همکاري وکړي.

د مصر د کورنيو چارو وزارت د روانې مياشتې په ۲۱مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د دغه هېواد پوليس په شلمه نېټه د دغه هېواد په لويديځه صحرايي سيمه کې د افراطي ډلو له بريد سره مخامخ شول چې له امله يې ۱۶ تنه وژل شوي، ۱۳تنه ټپيان شوي او يو بل ورک شوی دی.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای