CRI Online

د هانکانګ، مکاو او تايوان خبري رسنيو او د بېلا بېلو ټولنو شخصيتونو د چين کمونيست ګوند د نولسم ملي کانګرس مهم ارزښت ستايي

cri     (GMT+08:00) 2017-10-26 16:06:42

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونيست ګوند نولسم ملي کانګرس د اکتوبر په ۲۴مه نيټه په برياليتوب سره پای ته ورسېد. د هانکانګ، مکاو او تايوان عمده خبري رسنيو د اکتوبر په ۲۵مه نيټه په جلا جلا توګه د دې کانګرس په اړه زيات مالومات خپاره کړل، د بېلا بېلو ټولنو شخصيتونو دغه کانګرس ته ډېره پاملرنه کړې او ستاينې يې کړې دي.

د هانکانګ ون وې ورځپاڼې د يوې تبصرې په خپرولو سره ويلي، د دغه کانګرس په راپور کې له اتلسم ملي کانګرس راهيسې د کمونيست ګوند او هېواد په چارو کې تاريخي بدلونونه راغونډ شوي، مهمې سياسي پرېکړې وړاندې شوي، د افکارو او عملياتو په اړه پوښتنو ته ځوابونه ورکول شوي او د شتمنې ټولنې د پوره جوړولو لپاره د مبارزې او د سوسياليستي عصري هېواد د ابادولو په خاطر بشپړ ترتيبات ټاکل شوي دي.

د مکاو د سن وا او ورځپاڼې د يوې تبصرې په خپرولو سره ويلي، د مکاو ټولنه بايد په جدي توګه په دغه کانګرس کې وړاندې شوې پاليسي او ستراتيژۍ زده کړي او له اساسي قانون او بنسټيزو قوانينو سره سم دې د هېواد حاکميت، خونديتوب او د پرمختګ ګټې وساتي.

د دغه کانګرس له پرانيستېدو راهيسې د تايوان خبري رسنيو او بېلا بېلو ټولنو هم ورته ډېرې پاملرنې کړي او کوي يې. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای