CRI Online

د چين د کمونېست ګوند مرکزي کميټې د نوې دورې مشران ټاکلي دي

cri     (GMT+08:00) 2017-10-26 16:35:39

اکتوبر په ۲۵مه نېټه د چين د کمونېست ګوند د نولسمې دورې مرکزي کميټې په لومړې عمومي غونډه کې د د رايګيري له لارې د عمومي منشي شي جين پينګ په مشرۍ د دغه ګوند د نوې دورې مشراتابه ارګان وټاکل شو. عمومي منشي شي جين پينګ د نوې دورې د مرکزي کميټې د سياسي بيورو د دايمي کميټې غړيو په مطبوعاتي غونډه کې په راتلونکو پنځو کلونو کې د چين د پرمختګ لور روښانه کړ او د کمونېست ګوند د کارونو هدفونه يې وړاندې کړل. د هېواد په دننه او بهر کې د عمومي منشي شي جين پينګ د وينا لوړه ارزونه شوې او د چين د راتلونکې پرمختګ په هکله ډېرې هيلې راپورته شوې دی.

د امريکا د کوهن صندوق رئيس روبيرت لاورانسي کوهن د زياتو کلونو لپاره د چين د مسئلو په څيړنې لاس پوري کړی او د چين د کمونېست ګوند د نوې دورې مشرانو په مطبوعاتي غونډه کې هم ګډون کړی و. ډکتر کوهن د عمومي منشي شي جين پينګ د وينا لوړه ستاينه وکړه او د ده په وينا د چين د پرمختګ له هيلو څخه ډک دی. هغه وويل د عمومي منشي شي جين پينګ خپله وينا يې په ټولنيزه توګه عمومي حالت ته پاملرنه کړې او راتلونکې ته په لور لحاظه لري. هغه د ساده خبرو له لارې د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس نظريې راغونډې کړې چې له مخې يې په دغه کانګرس کې د وړاندي شويو ستراتيژيکو هدفونو په هکله پاکې عمومي پيژندنې تر لاسه شي. دا ډېر مهم دی چې د يو کمربند او يوې لارې او د عرضې په برخه کې د جوړښتي اصلاحاتو په شمول د شي جين پينګ لخوا وړاندې شوې مهمې ستراتيژې د کمونېست ګوند په اساسانامه کې شامل شوې دي. دغه تګلارې د دوو سليزو هدفونو د عملي کيدو لپاره ډېر اهميت لري. د نوې دورې د سياسي بيرورو دايمي کميټې غړي يوه غښتلې مشرتابه ډله ده او زه د چين د پرمختګ په هکله سترې هيلې لرم.

د اسرائيلو د انفينيتي د پانګونې شرکت مشر امير ګال ور د ګرځنده ټليفون له لارې د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس ژوندې خپرونه کتلې. هغه هيله لري چې چين په نړۍ کې لا مهم رول ولوبوي.

د چين د نوې دورې مشرتابه او پخوانې مشرتابه تر منځ ثابته سپارښتنه مو وليده او دغه سپارښتنه چې د چين د کمونېست ګوند په نولسم ملي کانګرس کې د نوې دورې مشرانو د ټاکلو په چارو کې څرګدوی دی. موږ هيله لري چې د خلکو د ګد برخليک د ابادۍ په هکله د چين لخوا وړاندی شوې نظريې په نړيوالې ټولنې کې وپيژندل شي. زه باور لرم چې چين به په نړۍ کې لا مهم رول ولوبوي او لا ډېرو خلکو ته ګټې ورسوي.

د زيات شمير خلکو په سترګو کې د عمومي منشي شي جين پينګ وينا د دوی هيلې ښودلې چې خلکو ته د ښکلې ژوند باور رسولی دی. د چين د ملي دفاع پوهنتون کارکوونکي ښاغلي تاو وويل عمومي منشي شي جين پينګ وويل بايد د خلکو پيښو ته بايد د کمونېست ګوند د لويو دندو په توګه وکتل شي او د خلکو هيلې د کمونېست ګوند د کوښښونو هدفونه وګرځي. دغه خبره د خلکو هيله افشا کړه او موږ ته باور رسولې ده. د عمومي منشي شي جين پينګ په مشرۍ د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې تر لارښوونې لاندې به زموږ هېواد لا نور ښکلی، سمسور او پرمختللی شي او د خلکو د ژوند سويه به لوړه شي.

د اوسپنيزو لارو شرکت کارکوونکې سونګ تينګ تينګ وويل د عمومي منشي شي جين پينګ لخوا وړاندی شوی چيني خوب په واقعي توګه د هر کس د خوب تعبير دی. زه بايد د اوسپنيزو لارو د ابادۍ په کارونو کې کوښښ وکړم او په ټينګار سره پرمختګ ومومم چې د چيني خوب د ريښتني کولو لپاره خپل خدمت تر سره کړم.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای