CRI Online

شي جين پينګ: په نوې زمانه کې د خپل پوځ د ځواکمنتيا په اړه ګوندي موخې ته د رسېدو او په نړۍ کې د لومړۍ کچې پياوړي پوځ د ابادۍ لپاره بايد کوښښونه وکړو.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-27 10:18:36

 

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي نظامي کمېټې مشر شي جين پينګ د اکتوبر د ۲۶مې نيټې تر غرمې وروسته په بېجينګ کې د پوځي مشرانو او افسرانو يوه غونډه جوړه کړه او يوه مهمه وينا يې وکړه. ښاغلي شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې د چين ځانګړتيا لرونکی سوسياليزم، دفاعي چارې او پوځي ابادي نوې زمانې ته ننوتلي دي. د خلکو پوځ بايد خپلې دندې په ياد ولري، په جدي توګه دې د ګوند د ۱۹م ملي کانګرس اړوندې روحيې او په نوې زمانه کې د پوځ د ځواکمنتيا په اړه ګوندي افکار زده کړي، د پوځي ابادۍ په اړه د چين پر ځانګړتيا لرونکې لارې دې ټينګار وکړي، د دفاعي چارو او پوځي سيستم عصري بهير دې پرمخ بوزي، په نوې زمانه کې د خپل پوځ د ځواکمنتيا په اړه ګوندي موخې ته د رسېدو، د روانې پېړۍ تر نيمايي پورې په نړۍ کې د لومړۍ کچې پياوړي پوځ د ابادۍ او د چيني ملت د سترې سمسورتيا په اړه د چيني خوب د تر سره کولو لپاره دې نه ستومانه کېدونکي کوښښونه وکړي.

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړو او د مرکزي نظامي کمېټې مرستيالانو جنرالانو شو چي ليانګ، جانګ يو شيا او فان چانګ لونګ په ياده غونډه کې ګډون کړی و او په اړوندو موضوعاتو يې خبرې يې وکړې.

( سپوږمۍ)

 


1  2  
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای