CRI Online

د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې سياسي بيورو د ګوند د نولسم ملي کانګرس د روحيې د زده کړې لپاره لومړۍ ناسته تر سره کړه

cri     (GMT+08:00) 2017-10-28 18:45:28
د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې سياسي بيورو د ګوند د نولسم ملي کانګرس د روحيې د زده کړې لپاره لومړۍ ناسته تر سره کړه

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د نولسمې مرکزي کميټې سياسي بيورو د اکتوبر د ۲۷مې نېټې په سهار د ګوند د نولسم ملي کانګرس د روحيې د زده کړې لپاره لومړۍ ناسته تر سره کړه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د ناستې د مشرۍ په ترڅ کې پر دې ټينګار وکړ چې د ګوند نولسم ملي کانګرس د سياست، نظريو او تمريناتو په برخو کې لوي برياليتوبونه تر لاسه کړي دي، په نوې زمانه کې يې پر چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د ټينګار او پرمختګ په اړه عمومي تګلارې او تدبيرونه څرګند کړي او په بېلا بېلو برخو کې يې د ګوند او هېواد د کارونو په اړه ستراتيژيک پلانونه جوړ کړي دي، په نوې زمانه کې د نوې لارې او پاڼې د پيل په اړه د ګوند سياسي اعلاميه او عملي اساسنامه ده.

لي که چيانګ، لي جان شو، وانګ يانګ، وانګ هو نينګ، جاو له جي او هان جنګ د ګوند د نولسم ملي کانګرس د روحيې د زده کړې او پلي کولو په اړه خپل تفاهم او ادارک څرګند کړل. د مرکزي کميټې د سياسي بيورو نورو غړو په جدي توګه د دوی نظريې واورېدلې.

شي جين پينګ د ناستې د مشرۍ په ترڅ کې وينا وکړه. هغه دې ته اشاره وکړه چې د ګوند د نولسم ملي کانګرس د روحيې زده کړې، نشرات او پلی کول په اوسنۍ او راتلونکې موده کې د ټول ګوند او هېواد لومړۍ سياسي دنده ده.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې د ګوند نولسم ملي کانګرس له خوا وړاندې شوې زياتې نوې نظريې، نوې دندې او نوي ګامونه بايد د زده کړې له لارې وپېژندل شي. د ګوند د نولس ملي کانګرس د روحيې تفاهم بايد سيستماتيک او هراړخيز وي. د ګوند د نولسم ملي کانګرس روحيه بايد رښتيني او عملي شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای