CRI Online

شي جين پينګ د چين کمونيست ګوند د ۱۹مې دورې ملي کانګرس وروسته له لومړۍ ډلې بهرنيو مېلمنو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-10-31 16:54:23

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۳۰مه نيټه په بېجينګ کې د څينګ هوا پوهنتون د اقتصادي ادارې پوهنځي د مشاورينو کمېټې له بهرنيو مشاورينو او د چيني سوداګرو مشاورينو سره وکتل. شي جين پينګ وويل، اوس چين په ټينګه اراده د اصلاحاتو د هراړخيزې او پوره ژورتيا لپاره کوښښونه کوي او په دوامداره توګه به د پرانيستي ور په وسيله اصلاحات او پرمختګ وهڅوي.

د همدې ورځې په ماسپښين رئيس شي جين پينګ له يادو مشاورينو سره وکتل، زياتره ګډون کوونکي د سوداګرۍ او پولي چارو په برخو کې لارښوونکي وو، لکه د امريکا د پولسون صندوق رئيس هينري ايم پاولسن، د اپل شرکت اجراييوي رئيس تيم کوک، د فيسبوک شرکت بنسټ ايښودونکي او اجراييوي رئيس مارک زوکربيرګ او داسې نور. رئيس شي جين پينګ د دغو مشاورينو پوښتنو ته د ځواب په وخت کې وويل، د چين د کمونيست ګوند نولسم ملي کانګرس چې تازه پای ته رسېدلی، ستر اهميت لري او د چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم لارې د غوره کولو په اړه مو باور نور زيات پياوړی شوی دی. موږ څنګه په دوامداره توګه د پرمختګ برياليتوب تر لاسه کولی شو؟ مهم ټکی دا دی چې بايد د ګړندي پرمختګ له مرحلې څخه په لوړ کيفيت لرونکي پرمختګ مرحلې بدل شي. هغه وويل

((د چين د اقتصادي پرمختګ ستراتيژيکه موخه د کيفيت، موثريت او ځواک د اصلاحاتو پر بنسټ عصري اقتصادي سيسټم جوړول دي، برسيره پر دې، د اقتصاد د نوښت او سيالۍ توان هم بايد لوړ شي. موږ به د نوي پرمختګ پر افکارو ټينګار کړو، د تقاضا جوړښت اصلاحاتو په عمده برخه به د نوي ډول صنعتي کېدو، مالوماتي کېدو، ښاري کېدو او د کرهڼيزو چارو ګډ پرمختګ وهڅوو او د نوښتي هېواد جوړونه به چټکه کړو. ))

رئيس شي جين پينګ وويل، چين به د خپل حاکميت، خونديتوب او د ابادۍ حقونو د ساتلو سره په عين وخت کې پر پرانيستو تګلارو هم ټينګار وکړي او په پر له پسې توګه به د پرانيستي ور کيفيت او سويه لوړه کړي. برسيره پر دې، چين به د سوله ييز پرمختګ پر لارې ټينګار وکړي، په فعاله توګه به د ګردې نړۍ د ادارې سيستم په اصلاحاتو او جوړونه کې ګډون وکړي او د انسانانو د برخليک د ګډې ټولنې جوړول به وهڅوي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به ژر چين ته سفر وکړي. رئيس شي جين پينګ په دې اړه وويل

(( د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سفر ته سترګې په لار يم. چين غواړي له امريکا سره يو د بل ګټو او د پاملرنې وړ موضوعاتو ته توجه ورکړي، په ښه توګه خپلمنځي توپيرونه او اختلافات لري کړي، په ګډه د متقابلو ګټو پر بنسټ خپلمنځي همکارۍ وهڅوي. موږ د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د راتلونکي په هکله خوشبينه رويه غوره کوو.))

د امريکا پخواني مالي وزير او د پولسون صندوق رئيس هينري پاولسن باور څرګند کړ چې د چين او امريکا د مشرانو ترمنځ په کتنه کې به برياليتوبونه تر لاسه شي. ده وويل

((رئيس شي، تاسو ته مبارکي وايم چې په تېرو پنځو کلونو کې د چين په مشري سترې لاسته راوړنې لرئ او د چين د کمونيست ګوند د نولسم ملي کانګرس برياليتوب په اړه هم درته مبارکي وايم. ستاسو او ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ د ملاقات په اړه خوشبينه رويه لرم، دواړو مشرانو مخکې هم ښې شخصي او کاري اړيکې درلودې، نو د دغه ځل ملاقات په اړه پوره باور لرم. ))

په دغه کتنه کې ګډون کوونکو مشاورينو په جلا جلا توګه د چين د راتلونکي په اړه باور څرګند کړ او و يې ويل نړيواله ټولنه دې ته سترګې په لار ده چې له چين سره همکاري لا نوره هم ژوره کړي او چين به په نړيوالو چارو کې لا ستر رول ولوبوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای