CRI Online

د افغان مسئلې په اړه د استانبول جريان په چوکاټ کې د بهرنيو چارو د وزيرانو اوومه غونډه تر سره شوه.

cri     (GMT+08:00) 2017-12-02 10:51:16

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغان مسئلې په اړه د استانبول جريان په چوکاټ کې د بهرنيو چارو د وزيرانو اوومه غونډه د دسمبر په لومړۍ نېټه د اذربايجان په پلازمينه باکو کې تر سره شوه. برخوالو د باکو اعلاميې په خپرولو سره له اړوندو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې د سياسي ډيالوګ او اقتصادي همکارۍ په ژورتيا سره سيمه ييزه سوله، ثبات او سمسورتيا پياوړې کړي.

د دغې غونډې د رئيسه هېواد اذربايجان خارجه وزير ايلمار ماميدياروف په خپله وينا کې وويل، چې امنيتي، خپلواک او سمسور افغانستان به د دې سيمې د راتلونکي پرمختګ لپاره لا زيات خدمتونه وکړي. يوازې د امنيت او اقتصاد په برخو کې به د دې سيمې د مختلفو هېوادونو ترمنځ همغږي ژوره شي، راتلونکي ګواښونه او ننګونې به ليرې شي.

برخوالو په باکو اعلاميه کې بيا تائيد کړه چې د م م منشور د هدفونو او اصولو درناوی به وشي، د حاکميت او خاورې د بشپړتيا درناوی به وشي، د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د لاس نه وهلو د اصولو احترام به وشي او په زور سره به د بل هېواد حاکميت، خاورې او خپلواکي ته ګواښ ونه شي.

په دغه اعلاميه کې د افغان پخلاينې او بيارغونې په بهير کې د نړيوالې ټولنې رغنده رول وستايل شو. برخوالو له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې، د نشه يي توکو د قاچاق د مخنيوي او له انتظامي جرمونو سره د مقابلې په ساحو کې همکارۍ ژورې کړي.

د معلوماتو له مخې، د افغان مسئلې په اړه د استانبول جريان د ۱۴ غړيو هېوادونو، نورو ملاتړکوونکو هېوادونو او ځينو نړيوالو او سيمه ييزو سازمانونو استازو په ياده غونډه کې ګډون وکړ. راتلونکې غونډه به په ۲۰۱۸م کال کې په ترکيې کې تر سره شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای