CRI Online

داعش د افغانستان په شمال کې سلګونه ماشومان د خپلو ليکو لپاره روزلي

cri     (GMT+08:00) 2017-12-07 11:04:05

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، داعش د افغانستان د جوزجان ولايت ځينې سيمې تر خپل واک لاندې نيولي دي او په دې سيمو کې ٍيې افراطي افکار خپاره کړي او لږ تر لږه درې سوه ماشومان يې پر خپلو افکارو روزلي دي.

د افغانستان د اريانا اژانس د دسمبر په شپږمه نېټه په خپله ويبپانو کې د يوه مخ پټي ماشومي سرتيري انځور خپور کړ او دې ته يې اشاره وکړه چې د داعش دا ډول کړنې د ځايي وګړو د پراخې اندېښنې سبب ګرځېدلې دي.

د دې خبر له مخې، د ماشومو سرتيرو د روزنې په هکله راپور په دې وروستيو کې د افغانستان د بشري حقوقو خپلواک کمېسيون ته هم رسېدلی، دغه کمېسيون له ځايي حکومتي ادارو څخه غوښتنه کړې ده، چې ژر تر ژره د بېوزلو کورنيو د ماشومانو امنيت د ساتنې لپاره لازم تدابير او عمليات تر سره کړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای