CRI Online

په افغانستان کې ۳۱ وسله وال په هوايي بريد کې ووژل شول

cri     (GMT+08:00) 2017-12-07 11:26:23

د سين هوااژانس د خبر له مخې،د دسمبر په ۵او ۶مه نېټه په افغانستان کې پر داعش او طالب اورپکو هوايي بريدونه شوي چې له امله يې ۳۱ وسله وال وژل شوي دي.

د افغانستان په ختيځ د ننګرهار ولايت مقام په ۶مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل جنګي الوتکې په ۵مه نېټه د دغه ولايت په اچين وسوالۍ کې د داعش پر پټنځاي هوايي بريد وکړ چې له امله يې ۲۵تنه وسله وال وژل او ځينې وسلې او مهمات يي له منځه تللي دي. په اعلاميه کې همدارنګه ويل شوي چې په دې هوايي بريد کې عامو خلکو او امنيتي کارکوونکو ته هيڅ مرګژوبله نه ده اوښتې. خو په اعلاميه کې دا نه دي ويل شوي چې دغه هوايي بريد د افغانستان د پوځ او يا د ناټو د ائتلاف لخوا تر سره شوی.

په همدې ورځ د افغانستان پوځي وياند علي رضا جمشيدي وويل د افغانستان پوځ په ۶مه نېټه په فارياب ولايت کې د طالبانو پر پټنځاي هوايي بريد وکړ چې له امله يې ۶ تنه وسله وال ووژل شول.

د داعش او طالبانو اورپکي په دې وروستيو ورځو کې څو څو ځلې له دغو ډول بريدونو سره مخامخ شوي دي چې زيات وسله وال پکې وژل او ټپيان شوي دي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای