CRI Online

د چين د سوداګرۍ وزارت:امريکا بايد په جدي او هر اړخيزه توګه خپلې دندې پلې کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-12-08 16:06:55

په دې وروستيو ورځو کې امريکا د چين د بازاري اقتصادي مقام رد کړ او ويې ويل چې د اجناسو د ارزان خرڅلاو پرضد د پلټنې په وخت کې په پر له پسې توګه په ارزانه بيه له چين څخه توليدات واردوي.د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ګاو فنګ د دسمبر په اوومه نېټه په بېجينګ کې په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې د نړيوال سوداګريز سازمان بېلا بېل غړي بايد د دې سازمان مقررات پلی کړي.هيله ده چې امريکا پر نړيوالو قوانينو سترګې پټې نه کړي.

د امريکا د سوداګريزو استازو دفتر په وروستيو ورځو کې وويل چې د امريکا حکومت په رسمي توګه نړيوال سازمان ته يو سند وړاندې کړی او له دې سره مخالفت کوي چې د ارزان خرڅلاو پرضد د پلټنې په وخت کې د چين د بازاري اقتصادي مقام منلی دی.د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ګاو فنګ د روانې مياشتې په اوومه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې داسې وويل (اواز ۱)

امريکا د نړيوال سوداګريز سازمان د شخړو د حلولو ميکانيزم کې يادې خبرې وکړې چې خپل کورني قوانين له نړيوالو قوانينو څخه پورته کړی.

د خبر له مخې،په نړيوال سوداګريز سازمان کې د چين د ګډون په پروتوکول کې ښکاره شوې چې د ۲۰۱۶ کال د دسمبر له ۱۱مې نېټې څخه په ارزانه بيه له چين څخه د توليداتو د وارداتو عمليات بايد ختم شي.

له دې مخکې چين په اروپايي ټولنه کې د نړيوال سوداګريز سازمان د شخړو د حلولو په ميکانيزم کې د سلامشورې غوښتنه وکړه.ښاغلي ګاو وويل چې د روانې مياشتې په شپږمه نېټه ياد ميکانيزم يوه غونډه جوړه کړه.چين په غونډه کې په هراړخيزه توګه خپل دريځ بيان کړ.(اواز ۲)

چين به په جدي توګه د نړيوال سوداګريز سازمان له خوا ټاکل شوې خپلې دندې پلې کړي،خو بېلا بېل حقونه هم لري.د دې سازمان ټول غړي بايد په ټاکلي وخت کې په دې سازمان کې د چين د ګډون په اړه د پروتوکول په پنځلسمه ماده کې اړوندې نړيوالې دندې پلې کړي.

وياند ګاو فنګ په همدې ورځ وويل چې چين د امريکا په ګډون د نړيوال سوداګريز سازمان له يو شمېر غړو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې په جدي او هر اړخيزه توګه خپلې دندې پلې کړي او په ګډه څو اړخيز سوداګريز ميکانيزم وساتي.

د بهرنيو شخصيتونو په اند ښايي د چين او امريکا ترمنځ اړيکې ترينګلې شي.وياند ګاو وويل چې د چين او امريکا د اقتصادي او سوداګريزې اړيکې د ګډو ګټو پر بنسټ پرمختګ کوي.د امريکا ياد عمل فعال رول نه لري.

(اواز ۴ )

له ۴۰ کلونو راهيسې د چين او امريکا ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې اړيکې ټينګې شوې دي.چين ثابتو دوه اړخيزو اقتصادي او سوداګريزو اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او د دې اړيکو د پرمختګ لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه کوي.خو په دې وروستيو ورځو کې امريکا په وار سره د چيني توليداتو په مقابل کې سوداګريزه مرستندويه پلټنه کړې ده او په پر له پسې توګه يې ناسم خبر ورکړی چې د دواړو هېوادونو د تصديو پراخه انديښنه رامنځته شوې ده.زموږ په اند د امريکا دغه عمل رغنده نه دی.

ښاغلي ګاو پر دې ټينګار وکړ چې د چين په نظر دواړه خواوې بايد په ښه توګه خپلمنځي توپيرونه لېرې کړي او د خبرو اترو له لارې متقابل تفاهم پياوړی کړي څو د ګډو ګټو پر بنسټ اقتصادي او سوداګريزه همکاري وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای